اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید «وحشیانه» بللی او له طالبانو یې غوښتي چې زده کړو ته د افغانانو د لاسرسي حق ساتنه وکړي.
ښاغلي ګوتریش تېره شپه (جمعه، ۸ د تلې) د یوه ټویټ له لارې لیکلي، چې په کابل ښار کې پر یوه ښوونیز مرکز «وحشیانه» برید کې لسګونه تنکي هلکان او نجونې وژل شوي دي.
د هغه په خبره: « اوسني چارواکي [طالبان] باید د توکم او جنسیت په پام کې نیولو پرته د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او زده کړو ته د هغوی د لاسرسی ساتنه وکړي.»
د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز پرون سهار برید ترسره شو. د باخبره ولسي سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې پېښې ډېری قربانیان ښځینه زده کوونکې دي.
دغه برید له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. ځینو بیا دا د هزاره ګانو د «نسل وژنې» دوام بللی او طالبان یې یو له اصلي عاملینو بللي دي؛ په داسې حال کې چې تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
د کاج تعلیمي مرکز (پخوانی موعود) په ۲۰۱۷ کال کې هم د داعش لخوا د ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې په نښه شوی و، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۰۰ تنه نارینه او ښځینه زده کونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.