ملي امنیت

ننګرهار کې د داعش ډلې مالي مسوول نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت په دې ولایت کې د داعش ډلې مالي مسوول نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی نن (چهارشنبه، ۱۰ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د ملي امنیت اړوند صفر دوه قطعې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې مالي مسوول له ۳ نورو شکمنو کسانو سره نیولی دی.

خوږیاڼی وایې، نیول شوی کس په سترګو نابینا دی او د حکومت پر ضد یې تبلیغات او داعش ډلې ته یې د جلب و جذب مسوولیت هم درلود.

خوږیانی زیاتوي: «ملی امنیت د عملیاتو برمهال د داعش ډلې مالي مسوول له دریو نورو شکمنو کسانو سره نیولی دی.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.