د بادغیس پستو عاید د طالبانو جېب ته ځي

د ولسمشر ۹ میاشتنۍ ژمنه چې درې کلنه شوه

محمد یونس رووفي – د پیک څېړنیزې خبریالۍ مرکز

ژباړن: بهادرخان رحماني

د بادغیس ولایت سیمه ییزې سرچینې وایي، د حکومت له خوا د بادغیس د پستو ځنګلونه د احیا او ساتنې پر ځای د طالبانو د عاید په لویو سرچینو بدل شوي دي. ولسمشر درې کاله وړاندې یو رسمي سفر کې د بادغیس خلکو ته په خطاب کې ویلي و: «تر راتلونکو ۹ میاشتو د بادغیس ولایت پر څلورو مهمو پانګو یو بنسټيزه طرحه پر لاره اچول کیږي. لومړي ګام کې د بادغیس ولایت مالداري باید څه ډول پر پښو ودریږي، دویم د دې ولایت ځنګلونه په ځانګړي ډول د پستې ځنګلونه، درېیم کرنه او څلورم د دې ولایت لاسي صنایع دې احیا شي، همدا څلور امره مو په یو چوکاټ بدلیږي او تر څو میاشتو پورې درته ځواب درکوم.»

له دې خبرو ۳۶ میاشتې تېرېږي او تر دمګړۍ نه یوازې چې ولسمشر په دې اړه د بادغیس خلکو ته کوم ځواب ویلی، خو د ولسمشر ویاندویان هم د ښاغلي غني دې ژمنو په اړه د پیک خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه وایي. د پیک حقیقت موندنې ښیي چې د ولسمشر له دې ژمنې وروسته، نه یوازې چې د بادغیس پستو ځنګلونو ساتنه کې کوم کار نه دی شوی، بلکه د بادغیس سیمه ییزه اداره پر دې ځنګلونو حاکمیت هم نه لري.

د بادغیس ولایتي شورا رییس عزیز بیګ په وینا، د دې ولایت د ځنګلونو عواید له ۱۰ تر ۱۲ میلیون ډالرو رسیږي چې هغه هم له څو کلونو راهیسې د طالبانو جېبونو ته ځي او د افغانستان دولت ته هېڅ عاید نه لري. ښاغلی بېګ زیاتوي چې په وروستیو درې کلونو کې د سیمه ییزې ادارې له خوا د دې ځنګلونو ساتنې او بیا ژوندي کولو لپاره هېڅ کومه برنامه نه ده عملي شوې او یوازینی کار چې شوی هغه دا دی چې ځینو باغ لرونکو د نړیوالو موسسو په مرسته د پستې ځینې کوچني باغونه چې هغه به هم تر راتلونکو لسو کلونو ګټې ته ورسیږي، رامنځته کړې دي.

 د خلکو ډوډۍ د طالبانو جېب ته

د دې ولایت د سلګونه اوسېدونکو بې کاره کېدل چې په کال کې یې ډېر کم عاید درلودل، د دې ملي پانګې پر وړاندې یوه بله ناوړه پایله ده. د بادغیس قلعه نو اوسېدونکی نعمت الله د پیک خبریال ته وایي، تر دوه دریو کلونو وړاندې د پستې ټولولو پر وخت یې له دوه تر درې سوو منو (۸۰۰ تر ۱۲۰۰ کیلو ګرام) پستې راټولولې چې یو ښه عاید و؛ خو اوس دا عاید ټول د طالبانو جېبونو ته ځي او هغوی له دې ځنګلونو د حاصلاتو ټولولو اجازه نه لري.

بادغیس کې د پستو ځینو کاروباریانو او او سوداګرو په وینا، دمګړۍ نا پروسس شوې پسته د قلعه نو او د هېواد لویدیځ بازارونو کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پورې پېر او پلورل کیږي.

د بادغیس کرنې ریاست مسوولین وایي، روان کال د پستو حاصلات نږدې ۳۶ زره مټریک ټنه وه چې دا تېرو کلونو ته څو برابره زیاته ده. د پستې دا اندازه په ۳۹ زره هکټاره ځمکه کې له دووه نیم میلیون زیاتو ونو څخه په لاس راغلي چې له درېیمې برخې زیاته یې د اب کمرې ولسوالۍ له ځنګلونو دي.

د هېواد لودیځ کې د وچې مېوې یو سوداګر محمد اکبر هوتک وایي، طالبان او دې ډلې پورې اړوند سیمه ییز زورواکي، د پستې ونو اصلي مالکان دي او نور سوداګر له طالبانو پسته اخلي او د هېواد بازارونو ته وړاندې کوي. هغه ادعا چې د طالبانو ویاندویانو او بادغیس کې سیمه ییز قوماندانانو دې پوښتنې څه نه دي ویلي.

«ولسمشر په ولایتونو کې د خپلو ژمنو پلي کولو لپاره کومه ځانګړې ډله نه لري»

خو دا چې ولسمشر محمد اشرف غني تېرو دریو کلونو کې د د ولایت د پستو ځنګلونو د بیا ژوندي کولو، ساتنې او بېرته ګرځونې برخو کې څه کړي، د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتو برخې مسوولینو د پیک خبریالانو وټس اپ پیام ځي ته لیکلي: « ولسمشر په ولایتونو کې د خپلو ژمنو پلي کولو لپاره کومه ځانګړې ډله نه لري، بلکې د دې ژمنو د پلي کولو مسوولیت د هر ولایت سیمه ییزې ادارې پر غاړه دی او تاسو کولی شئ له سیمه ییزو مسوولینو وپوښتئ.»

د هېواد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم وایي چې د بادغیس ولایت سیمه ییزه اداره د دې پوښتنې ځواب مسووله ده. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د بادغیس ولایت کرنې ریاست او امنیتي چارواکي اړ دي چې دې پوښتنې ته ځواب ووایي.

که څه هم د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالتواب تایب مني چې څو وروستیو کلونو کې د دې ولایت پستو ځنګلونو ساتنې او بیا ژوندي کولو برخه کې څه کار نه دی شوی، خو دا چې ولې تر اوسه د پستې ځنګلونه له طالبانو راګرځېدلي نه دي او د دولت تر حاکمیت لاندې نه دي وایي، چې د ځنګلونو امنیت او ساتنه د دوی دنده نه ده.

له دې سره، د بادغیس ولایت والي حسام الدین شمس د پستو پر ځنګلونو د طالبانو سل په سلو کې حاکمیت او مالکیت ردوي او وایي، د پستو ځنګلونو اصلي مالکین د دې ولایت بومي وګړي دي. خو مني چې د ولسمشر ژمنو اړوند تر اوسه کوم کار نه دی شوی او تر راتلونکي کاله به په دې اړه ګام واخلي.

بادغیس د پستې نږدې ۳۰ زره هکټاره ځنګلونه لري. له یوې پېړۍ کمې مودې وړاندې د دې ځنګلونو مساحت یا پراخوالی ۹۰ زره هکټاره ځمکې ته رسېده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه