انځور: ارشیف

طالبانو پنجشېر کې اووه ملکي وګړي نيولي دي

اطلاعات روز: پنجشېر کې ځایي سرچينې وايي، طالبانو د دغه ولايت په مرکز کې اووه ملکي وګړي «مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور نيولي دي.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه کسان پرون (جمعه، ۱۵ د تلې) د پنجشیر د مرکز له کوه شابه سیمې څخه نیول شوي دي.

د سرچينې په وينا، چې طالبان د «شابه درې نرمه» کې د نيول شويو کسانو کورونو ته څېرمه پوسته لري او د دې پوستې ځینې برخې د کم مقاومت له امله ویجاړې شوې دي. سرچينه زیاتوي، چې طالبانو ځایي اوسېدونکي د دې پوستې په ويجاړولو او د «مقاومت جبهې» سره په اړیکو لرلو هم تورن کړي دي.

د سرچینې په خبره، چې د طالبانو هغه قراردادي کارکوونکي، چې د دې پوستې دېوال يې جوړ کړى و، غير مسلکي وو او د پياوړتيا په پام کې نيولو پرته يې په شګلنو خاورو سره خټین دېوال پورته کړى و او مخکې له دې چې دېوال وچ شي، چت یې هم ورته پوهلی و.

د سرچينې په وينا، ځايي اوسېدونکو طالبانو ته ويلي، چې د پوستې په ویجاړۍ کې دوى لاس نه لري؛ خو طالبانو د دوی له ټینګار سره سره د اووه کسانو لاسونه تړلي او له ځال سره بیولي دي.

طالبان تر دې وړاندې هم په پنجشیر کې د «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور د ملکي خلکو په نیولو او ویشتلو تورن شوي دي.