د طالبانو مشر له خپلو استخباراتي ريیسانو وغوښتل چې د ښځو په اړه د ده فرمان تطبیق کړي

اطلاعات روز: د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ټولو ولایتونو د استخباراتو له رییسانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د ښځو د حقونو په اړه د ده شپږ ماده ییز فرمان پوره تطبیق کړي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملاهبت الله اخوندزاده په خواله ویل شوي، چې د شریعت تطبیق ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

دا کتنه وروسته له دې شوې چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ريیس عبدالحق وثیق په دوحه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې له مرستیال ريیس ډیوید کوهن سره ولیدل.

په خبرپاڼې کې ملا هبت الله اخوندزاده استخباراتي ريیسانو ته په وینا کې ویلي: «استخبارات هغه ارګان دی چې راساً په مشرتابه پورې مربوط دی. دوی به له همدې ځایه هدایت اخلي. د نظام پایې به ټینګوي او د دښمنانو پلانونه به له منځه وړي، دښمنان چې زموږ په هکله کوم شوم پلانونه لري هغه به کشفوي او خنثا کوي.»

د طالبانو عمومي مشر د استخباراتي ادارو له مشرانو په لیدنه کې په د ده شپږ ماده ییز فرمان پر تطبیق ټینګار کړی دی.

د طالبانو د مشر دغه فرمان تېر کال د لیندۍ  په میاشت کې خپور شو او ځینې مادې یې د ښځو د نکاح، واده او مهر په اړه وې.

د دغه فرمان له مخې ښځه مال نه دی، بلکې «ازاد او با عزته انسان» دی او هېڅوک نه شي کولای د سولې په نامه یې «بدو» کې ورکړي.

د ملا هبت الله د فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې د واده په وخت کې د بالغو نجونو رضایت اړین دی، البته « هغه نکاح چې په هغه کې فتنې او فساد نه وي.»

د دغه فرمان په درېيمه ماده کې راغلي چې د مېړه له مړينې وروسته چې کله شرعي عدت (څلور مياشتې او لس ورځې يا د اولاد زېږون) تېر شي، نه د مېړه ورور او نه بل څوک له کونډې سره په زور نکاح کولای شي.

همدارنګه د طالبانو د مشر په دغه فرمان کې له نوي مېړه څخه د مهر اخيستل د ښځې حق ګڼل شوى دى.

دغه راز ملاهبت الله د استخباراتو رییسانو ته زیاته کړې، چې څوک په شک او ګومان ونه نیسي او د باوري دلایلو په صورت کې یې له نیولو وروسته محکمو ته وسپاري.

دا مهال ډیری خلک د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول کېږي.

دغه اداره د خبریالانو، رسنیو او ټولنیزو فعالانو په ګواښلو هم تورنه ده.

بې پولې خبریالانو په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو استخباراتو خبریالان د «ژبې په پرې کولو» ګواهلي دي.