ننګرهار

جلال اباد ښار کې ماین چاودنې یو تن وواژه او دوه نور ټپیان دي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د عامه نظم ځواکونو پر یو رنجر موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنې مرګ – ژوبله اړولې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشبه، ۱۱ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا چاودنه نن سهار لس بجې او ۳۰ دقیقې د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند باغ زنانه سره نږدې شوې.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، چاودنه کې د احسان الله په نوم یو تن ملکي وګړی وژل شوی او د عامه نظم دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

تراوسه کوم چا یا ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.