د پکتيا څمکنيو ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۴ کلنه شخړه هواره شوه

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا اړوند څمکنیو ولسوالۍ کې د ځايي مشرانو په همکارۍ د دوو قومونو ترمنځ ۱۴ کلنه شخړه د قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوې ده.

دغه شخړه ۱۴ کاله وړاندې د ځمکې او غره په سر رامنځته شوې وه چې له دواړو غاړو څلور کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي وو.

د منګلو او څمکنیو قومونو اړوند د ستر کلي او کمکي ګرمي د کلیو ترمنځ د دې ستونزې هواري لپاره په تېر نظام کې هم ډېرې هڅې وشوې خو په هماغه مهال پکې قومي مشران مثبتې پایلې ته و نه رسېدل.

د یادو قومونو مشران له شوې پرېکړې خوښ دي او وايي، د دغې ستونزې له امله یې ژوند خورا ستونزمن و او دوی نه شوای کولی چې خپل ماشومان هم ښوونځیو ته ولېږي.

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي چې دوی د هر وژل شوي کس لپاره ۵ جریبه او په دغه پېښه کې هر ټپي ته دوه جریبه ځمکه هم ځانګړې کړې ده.

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ ځايي مخور هم له شوې پرېکړې او اوږدې شخړې هواري په اړه خوښ دي او وايي، هڅه کوي چې په څمکنیو سربېره د پکتیا ولایت په ځینو نورو سیمو کې هم دې ته ورته قومي شخړې هوارې کړي.

په څمکنیو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب په داسې حال کې د روغې جوړې پرېکړه کیږي چې د طالبانو حکومت په لویه پکتیا کې د شخړو هواري لپاره د سیمه ييزو مشرانو په غړیتوب یو کمیسیون هم ټاکلی دی.