پکتیا کې د بار وړونکي موټر چپه کېدو له امله ډریور ساه ورکړې

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اړوند «تېرې کوتل» سیمه کې د کابل – ګردېز پر لویه لار د ټیلر موټر چپه کېدو له امله موټر چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه (شنبه، ۲۳ د تلې) رامنځته شوې او په خبره یې چې له ډبرو سکرو بار دغه ټیلر کې ډریور د موټر چلولو پر مهال ویده شوی او موټر یې له سړک اوښتی او چپه شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې په اړه په پکتیا کې د طالبانو ولایتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل – ګردېز پر لویه لاره هره ورځ سلګونه د ډبرو سکرو بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي، چې ځینې وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له وجې ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.