اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت څوارلسمه حوزه کې ناپیژانده کسانو یو کس په ډزو وژلی دی.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې یاد کس تېره شپه (دوشنبه، ۲۵ د تلې) د کندهار ۱۴مې حوزې اړوند «نظم خاص» سیمه کې د ناپیژانده کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
سرچينه زياتوي، وژل شوی کس د هرات ولايت اصلي اوسيدونکی دی او اوس کندهار کې ميشت و.
د سرچينې په خبره، وسله وال کسان د یاد کس تر وژل کیدو وروسته له سیمې تښتیدلي او طالبانو د وژل شوي کس جسد میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړی دی.
دغه راز کندهار کې د طالبانو امنيتي مسوولين هم ياده پېښه تایيدوي او وايي، چې دغه کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی، خو په تړاو یې پلټنې کوي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته هیواد کې پټو وژنو زور اخیستی چې خلک یې د طالبان د سرپرست حکومت څخه د مهار غوښتنه کوي.
