د پاکستان ځانګړي استازي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

اطلاعات روز: د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق خان او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان افغانستان کې د رامنځته شویو بدلونونو په اړه تهران کې خبرې کړې دي.

تېره شپه (سې‌شنبه، ۲۶ د تلې) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لورو د سیمې د امنیت په اړه د تهران او اسلام اباد ترمنځ د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

عبداللهیان ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د هغه سولې او ثبات څخه ملاتړ کوي، چې دغه هیواد ته د کډوالو ستنیدو لامل شي.

هغه ټینګار کړی: «د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د سولې او آرامۍ د رامنځته کولو او د دغه هېواد د خلکو د هوساینې لپاره خپل ټول توان په کار اچوی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په اشارې سره چې تېر کال په تهران کې جوړه شوې وه ویلي، چې د تهران د غونډې د پرېکړو عملي کېدل کولای شي د افغانستان او سیمې امنیتي ګواښونه له منځه یوسي او د افغانستان سولې، ثبات او پرمختګ لپاره پراخه زمینه برابره کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې صادق خان د سیمې او افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا د ایران او پاکستان د رغنده رول په اهمیت ټینګار کړی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي ویلي:«ایران او پاکستان ته د افغان مهاجرو هجوم، د دوی د ژوند سطحی ټیټوالي، نا امنیو او د مخدره توکو قاچاق زیاتوالي له امله دغه دوه هیوادونه ترټولو زیات اغیزمن شوي دي.»

هغه زیاته کړې، د ایران او پاکستان همکاري د افغانستان له خلکو سره مرسته کولای شی او د دغه هیواد او سیمې په خلکو د افغانستان د حالاتو ناوړه اغیزې کموی.