د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې پیل

ANGELA WEISS / AFP

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۸۱مه غونډه نن (سې‌شنبه، د وږي ۳۱مه) د دې سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترېش په وینا سره پیل شوه.

دغه غونډه به د روانې میلادي میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې دوام وکړي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران به په کې ویناوې وکړي. په دغو مشرانو کې د امریکا او ایران د ولسمشرانو په ګډون د هغو دوو هېوادونو مشران هم شامل دي چې اوس په جګړه کې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله وینا کې وویل چې په منځني ختیځ کې شخړې د پراخېدو او لا ډېرېدو په حال کې دي او له نړیوالو مشرانو یې وغوښتل چې د عمومي اسامبلې په غونډه کې په ګډه یو روښانه پیغام ورکړي: «ټولې شخړې باید ودرول شي.»

هغه همداراز وویل: «بشري مرستې باید روانې وي او د کښتۍ چلونې حقونه او ازادۍ باید د نړیوال قانون له مخې په بشپړه توګه بېرته تأمین شي.»

انتونیو ګوترېش په غزه کې جګړې او د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې تاوتریخوالي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې «تاوتریخوالی، بې‌ځایه کېدل او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له خوا د مېشت‌ځایونو پراخول د سولې لاره له منځه وړي او د قومي پاکونې خطر زیاتوي.»

هغه د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر دوه‌دولتي حل‌لارې هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ نه شو کولای اجازه ورکړو چې دغه حل‌لاره له منځه ولاړه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د روسیې او اوکراین جګړې ته هم اشاره وکړه او د اوکراین پر وړاندې د روسیې یرغل یې «د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه» وبلله.

هغه همداراز وویل چې په میانمار کې هم یو بل بحران له دې خطر سره مخ دی چې د نړیوالې ټولنې له پامه ووځي؛ تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی، د خلکو پراخ بې‌ځایه کېدل دوام لري او د پولې پورې غاړې جرمونه د پراخېدو په حال کې دي.

ګوټرېش وویل: «دغه شخړې او ډېرې نورې منازعې ښيي چې کله ځواک له کنټرول څخه ووځي، څه پېښېږي. زور له ډیپلوماسۍ څخه مخکې کېږي، پوځي بودجې اسمان ته خېژي او حساب‌ورکونه له پامه غورځول کېږي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز د دغه سازمان د امنیت شورا د اصلاح غوښتنه وکړه او ویې ویل چې له افریقا څخه باید په دې شورا کې یو دایمي استازی شامل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته