IFJ

طالبانو یوې بهرنۍ خبریالې ته د دخول اجازه نه ده ورکړې

اطلاعات روز: د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، طالبانو بهرنۍ خبریاله او عکاسه سټیفاني ګلینسکي د انتقادي راپور ورکولو له امله افغانستان ته د ننوتو څخه منع کړې ده.

دغه فدراسیون نن (چهارشنبه، ۲۷ د تلې) د یوې بیانیې په خپرولو سره د ګلینسکي د سفر بندیز د نړیوالو رسنیو پر وړاندې یو محدودیت بللی او غندلی یې دی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون له طالبانو غوښتي چې د مطبوعاتو له ازادۍ ملاتړ وکړي او د افغان خبریالانو له ځورولو لاس واخلي.

ګلینسکي له څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې پاتې شوې او د ګارډین او فارن پالیسي په ګډون یې ځینو نړیوالو رسنیو ته رپوټونه برابر کړي دي.

هغې د جولای په میاشت کې د خپل کار په اړه د طالبانو له څیړنو وروسته کابل پریښود.

دغې خبریالې د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه بیانیه کې څرګنده کړې چې د واټس اپ له لارې د طالب چارواکو له ځورونې او ګواښونو سره مخ شوې ده.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون ويلي دي: «په افغانستان کې د کورنيو او بهرنيو رسنيو د خبريالانو او کارکوونکو پرله پسې ځورونه او ډارول د مطبوعاتو له ازادۍ څخه جدي سرغړونه ده.»

د فدراسیون له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې طالبان باید ټولو خبریالانو ته اجازه ورکړي، چې د غچ اخیستنې له ډار پرته په خپلواکه توګه کار وکړي.

طالبانو د افغانستان په رسنیو او خبریالانو پراخ بندیزونه لګولي دي. دغې ډلې څو ځلي خبریالان نیولي او په ځینو مواردو کې یې شکنجه کړي هم دي.