ننګرهار کې یو ځوان د خپل تره زوی له لوري په ډزو وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې یو ځوان یوې نجلۍ سره د مینې له کبله د خپل تره زوی له لوري په ډزو وژل شوی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ځوان نن (پنج‌شنبه، ۲۸ د تلې) سهار ۹:۰۰ بجې د ننګرهار کوټ ولسوالۍ «باریکاب» سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، دعبدالله په نوم یاد ۲۳ کلن ځوان د دې له امله د خپل تره زوی له لوري په ډزو وژل شوی چې د خپل کاکا لور سره يي مينه وه او دواړو غوښتل واده ورسره وکړي.

سرچینه زیاتوي، قومي مشرانو له یادې پېښې وروسته دواړو کورنیو ته ورغلي او هڅه کوي یاده مسله د قومي تړو او جرګو له لارې هواره کړي.

په دې وروستیو کې ننګرهار او د هیواد په نورو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی، ناوړه رواجونه او اقتصادي ستونزې ښودل شوي دي.