اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، کابل کې د داعش پر پټنځای د طالب ځواکونو په عملیاتو کې شپږ داعشیان وژل شوي دي.
مجاهد نن سهار (شنبه، ۳۰ دتلې) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې طالب ځواکونو د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د داعش ډلې یو مرکز کشف او پر وړاندې یې عملیات ترسره کړي دي. تېره شپه په دې سیمه کې د چاودنو او نښتو غږونه اورېدل کیدل.
مجاهد زیاته کړې: «لومړی د داعشیانو دوه مهم کسان ونيول شول، وروسته، د داعشیانو يو پټنځای کشف او ماښام مهال عمليات پرې پيل شول چې په نتیجه کې یې د داعشي ملیشو شپږ تنه ووژل شول.»
د هغه په وينا، د دغه کسانو څخه څخه لاسي بمونه، چاودېدونکي توکي او يو کرولا موټر ترلاسه شوي دي.
د طالبانو ویاند ویلي، چې په دې عملیاتو کې وژل شوي داعشیان هغه کسان وو، چې د کابل په وزیر اکبرخان جومات، دشت برچي سیمه کې د کاج ښوونیر مرکز او ځینو نورو ملکي سیمو په بریدونو کې یې لاس درلود.
دهغه په خبره، چې په دې عملياتو کې يو طالب وژل شوى او يو بل کس ټپي دی.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر ملکي وګړو مرګوني بریدونه چې داعش ډله یې پړه پر غاړه اخلي، دوام لري. په همدې حال کې طالبان بیا په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو شتون نه مني.
