ننګرهار کې د پولیو واکسین د یوه مسول په موټر ماین چاودنه شوې

اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د پولیو واکسین د تطبیق مسول ډاکټر صمیم په موټر ماین چاودنه شوې ده.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه چاودنه نن (شنبه، ۳۰ د تلې) ۱۱:۰۰ بجې د ننګرهار اچین ولسوالۍ اړوند «کهي بازار» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې چاودنه د ډاکټر صمیم موټر پورې نښلول شوي ماین له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې نوموړی سخت ټپي شوی خو بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

د ننګرهار امنیتي چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه