عکس: the Tribune

د عطاري بندر له لارې هند ته د افغانستان صادرات بند شول

اطلاعات روز: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د بار وړونکو موټرو له اعتصاب وروسته له افغانستان هند ته د عطاري-واګه بندر له لارې د مالونو واردات بند شوي دي.

د هند «ټریبیون» رسنۍ د راپور له مخې، لارۍ چلوونکي د هغه ډریور د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې د هیروینو د قاچاق په تور د هندي پولیسو له خوا نیول شوی دی. د دغه موټر چلوونکي د لارۍ موټر څخه ۴۳۵ ګرامه هیرویین ترلاسه شوي دي.

افغان موټر چلوونکو ادعا کړې چې ښايي یو شمېر پاکستاني قاچاقبرانو د پاکستان خاورې څخه د تېرېدو پر مهال د بار وړونکو موټرو په بار کې د مقناطیس په مرسته مخدره توکي ځای پرځای کړي وي.

هغوی د هند له دولت غوښتي چې د عبدل په نوم تورن موټر چلوونکی چې د دریو لوڼو پلار او د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست دی خوشې کړي.

سرچينې ویلي، چې موټر چلوونکو پر هندي چارواکو فشار راوړى و، چې عبدل خوشې کړي او وروسته له هغه چې د دوی غوښتنه ونه منل شوه په اعتصاب یې لاس پورې کړ.