طالبان: بدخشان کې مو د «مقاومت جبهې» ۳۸ غړي وژلي

اطلاعات روز: بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ادعا کوي، چې دغې ډلې د تېرې اوونۍ عملیاتو په ترڅ کې د «مقاومت جبهې» ۳۸ غړي وژلي او ۷۸ نور یې نیولي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي، په وژل شویو کسانو کې د بحرالدین او عبدالحمید په نومونو د «مقاومت جبهې» دوه مهم قومندانان هم شامل دي.

د هغه په ​​وينا، د دغه عملیاتو په ترڅ کې د «مقاومت جبهې» سره په نښته کې درې طالبان هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي، چې په بدخشان کې د دغې ډلې عملیات «د باغیانو د وروستي ځالې په له منځه وړلو سره پای ته ورسیدل». طالبان د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» غړو ته د «باغیانو» خطاب کوي.

د «مقاومت جبهې» تر اوسه د طالبانو دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

دواړو لورو په دې وروستیو ورځو کې د بدخشان په ځینو برخو کې خونړۍ نښتې کړې دي.

د «مقاومت جبهه» هم ادعا کوي چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

له بلې خوا طالبان په بدخشان کې د جګړې د اسیرانو په وژلو تورن شوي دي.

سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې د اتو بنديانو د وژل کېدو خبر تاييدوي او وایي، چې د طالبانو پخوانى قومندان عبدالحميد مجاهد هم په دوى کې شامل دى.