اطلاعات روز: هرات کې ځایي سرچینې تاییدوي چې طالبانو د دغه ولایت د ولایتي شورا پخوانی رییس کامران علیزی نیولی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (دوشنبه، ۲ د تلې) اطلاعات روز ته وویل، چې عليزی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دی او په دې وروستیو کې کابل ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه پورې د هرات د ولايتي شورا د پخواني رييس د نيولو علت څرګند نه دى. سرچينو او د طالبانو وياندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
علیزی په تېر حکومت کې هم د وسله والو کسانو په لرلو، ځورولو او له واکه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن شوی و. هغه مهال په کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې دعدلي او قضايي مرکز ابتدايه محکمې هغه په غياب کې په دوه کاله او شپږ مياشتو بند محکوم کړی و.