اطلاعات روز: بغلان کې ځایي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په خوست ولسوالۍ کې پر طالبانو د مقاومت جبهې بريد کې شپږ طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه (یکشنبه، ۱ د لړم) د خوست ولسوالۍ په فرغانبل سيمه کې د طالبانو پر يوې قرارګاه شوى دى.
د سرچينې په وينا، د دواړو لورو ترمنځ نښتې درې ساعته دوام درلوده.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو څلور میله کلاشینکوفونه هم د «مقاومت جبهې» د غړو لاس ته ورغلي دي.
د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د «مقاومت جبهې» ځواکونه د پنجشیر ترڅنګ په بدخشان، تخار او د بغلان ولایت په ځینو سیمو کې هم حضور لري او کله نا کله د طالبانو سره نښتې کوي.