اطلاعات روز: د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، په دې ولایت کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو پر رنجر موټر ماین چاودنه کې دوه ملکیان او درې سرتیري ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې دغه پېښه نن (شنبه، ۱۳ مرغومې) ماسپښین شاوخوا درې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په سرخ دیوال سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا چاودنه د سړک غاړې ماین له امله وه، چې دوه ملکیان او درې سرتیري یې ټپيان کړل.
فریدخان زیاتوي: «نن له غرمې وروسته درې بجې د بهسود په سرخ دیوال سیمه کې د پولیسو په ځانګړو ځواکونو سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې دوه ملکیان او یو سرتیری ټپیان شوي دي.»
تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.