انځور: ارشیف

د پنجشېر په زندان کې يو ځوان د طالبانو تر شکنجې لاندې ساه ورکړه

اطلاعات روز: پنجشیر کې ځایي سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په مرکزي زندان کې یو ځوان تر شکنجو لاندې وژلی دی.

يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه ځوان تېره ورځ (سې‌شنبه، ۳ د لړم) ساه ورکړې ده. د سرچينې په وينا، يو بل ځوان هم د پنجشېر په زندان کې شکنجه شوى او اوس په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

سرچينې دغه دوه ځوانان د نورمحمد او غلام ایشان په نومونو یادوي او وايي، چې دوی د دره ولسوالۍ د عبدالله خېلو کلي اصلي اوسېدونکي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه دوه ځوانان «مقاومت جبهه» کې د غړيتوب په تور پرون له غرمې يوولسو بجو څخه تر ماښامه پورې شکنجه کړي دي. دغه سرچینې وايي، چې نورمحمد د شکنجې له امله مړ شوی او غلام ایشان کوما ته تللی دی.

سرچینې وايي، دغو دوو ځوانانو د «مقاومت له جبهې» سره هیڅ تړاو نه درلود او عادي ژوند یې کاوه.

د سرچینې په خبره، دغه دوه ځوانان هغه مهال په لار کې نیول شوي، چې په ډینا ډوله سوزکي موټر کې د رخې ولسوالۍ حصارک ته روان وو، چې خپلې غواګانې له غره راښکته کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د عبدالله خېلو درې د کلیو د یو شمېر اوسېدونکو څاروي، چې له پسرلي راهیسې په غرونو کې وو، د حصارک غرونو ته تللي دي. طالبانو په پنجشیر کې غرونو ته تلل او د څارویو څرول منع کړي دي.

د دې ډلې غړي وايي، «هر هغه څوک چې په غره کې زموږ لاس ته راغی، د مقاومت د جبهې غړی دی». په داسې حال کې چې د پنجشېر ډیری خلکو څاروي په غرونو کې ورک شوي دي.