اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د طالبانو ابتدایه محکمې د زنا او غلا په تور نيول شوي پنځه کسان په درو وهلو او د بند په سزا محکوم کړي دي.
کندهار کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د دغه کسانو په منځ کې یو تن له یوې ښځې سره په نا مشروع اړیکو لرلو تورن دی او څلور نور کسان د غلاو په بېلابېلو قضیو کې په لاس لرلو د طالبانو امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د دوی په خبره، یاد کسان یې څه موده وړاندې نیولي او د سزا ورکولو په موخه یې محکمې ته معرفي کړي وو.
د طالبانو مسوولين زیاتوي، محکمې د زنا او غلا په تور نيول شوي کسان له شپږو څخه بيا تر اووه مياشتو پورې په بند او له ۳۰ څخه بيا تر ۳۹ پورې د دورو وهلو په سزا محکوم کړي دي.
د دوی په وینا چې تر دې وړاندې يې هم د زنا او غلا په تور نيول شوي کسان په بند او به درو وهلو محکوم کړي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د کندهار اوسېدونکي د غلاو زیاتیدو اندیښمن کړي او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د خلکو د امنيت په خوندي کولو کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.