اطلاعات روز: هرات کې ځایي سرچينې پر طالبانو د وسله وال برید خبر ورکوي او وایي، چې په دې برید کې شپږ طالبان وژل شوي دي.
د سرچينې په وینا، دغه بريد نن (پنجشنبه، ۵ د لړم) د هرات ښار د پنځلسمې ناحيې اړوند د جوى انجيل په سيمه کې شوى دى.
عيني شاهدانو اطلاعات روز ته وويل، چې وسله والو کسانو له ریکشې څخه د طالبانو پر رينجر موټر ډزې وکړې.
د دوی په وینا په دغه برید کې د طالبانو د رینجر ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
د هرات سيمه ييزو طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي او نه هم کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې.