اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د واټونو پر سر د غیر صحي خوړو پلور خلک له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي.
عام خلک شکایت کوي چې د واټونو پر سر د خوراکي توکو پلور غیر صحي او زیان اړوونکي دي، چې باید حکومت یې مخه ونیسي.
د جلال اباد ښار یو اوسیدونکی محمد میران وایي، که څه هم د پلي لارو پر سره خرڅیدونکي خواړه اقتصادي دي، خو له صحي اړخه یې خلکو ته زیان ډیر دی.
هغه ښاروالۍ او نورې اړونده ادارې ملامتوي چې ګوندې په خپل وخت د یادو توکو سمه څارنه نه کوي.
محمد میران زیاته کړه:«د جلال اباد ښار په هر ځای کې اوس د لارو پر سر د خوراکي توکو پلورونکي شته او د دوی شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی، د زیاتو خلکو اقتصاد خراب دی او مجبور دي چې د واټونو پر سره ارزانه خواړه وخوري خو له صحي اړخه یې بیا زیان ډیر دی؛ له ښاروالۍ او عامې روغتیا ریاست غواړو چې د یادو خوراکي توکو دې څارنه وکړي ځکه زیاتره یې پاکوالي ته پام نه کوي.»
بلخوا د سړکونو غاړو ته د خوراکي توکو پلورونکي وایي، دوی تر خپلې وسې هڅه کوي، صحي خواړه وړاندې کړي، خو زیاتوي د ځای د نشتوالي له امله اړ دي د لارو پر سر خوراکي توکي وپلوري.
زین الله چې د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې پاخه خواړه پلوري، له ښاروالۍ غواړي، چې ځانګړی ځای ورته وټاکي څو خلکو ته د هغوی د توان په اندازه صحي خوراک برابر کړي.
زین الله زیاتوي: «مونږ ټولې روغتیایي لارښوونې عملي کوو او پوره پام کوو چې خپلو مشتریانو ته صحي خواړه ورکړو، خو د ځای د نشتوالي له امله مجبور یو چې د لارې پر سره توکي وپلورو له ښاروالۍ غوښتنه کوو چې مونږ ته ځای معلوم کړي چې خواړه پکې وپلورو.»
روغتیاپالان هم له خلکو غوښتنه کوي چې د پلې لارو پر سر دې د غیر صحي خوړو له خوراک ډډه وکړي.
ډاکټر صدیق شیرزاد وایي، چې دا ډول خواړه له هره اړخه غیر صحي دي او له خوراک وروسته په زیاتو ناروغیو د اخته کیدو ویره شته.
اخوا د جلال اباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد هم یاده ستونزه مني خو وایي، وخت په وخت یې له عامې روغتیا ریاست د مشترک کمیسیون له مخې د واټونو پر سر د خوراکي توکو څارنه کړې.
نوموړی وایي، په هڅه کې دي څو د پلې لارو پر سر د خوراکي توکو پلورونکو ته مناسب ځای برابر کړي.
د ژمي په راتګ سره په جلال اباد ښار کې ګڼه ګوڼه ډېرېږي، چې له امله یې د هوا د ککړتیا ترڅنګ د سړک پر سر پلورونکي هم نشي کولی دخپلو توکو حفظ الصحه مراعت کړي.