هلمند کې د يوې زړې سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

SM

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوې ناچاوده سرګلولې چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یاده پیښه تېره ورځ (جمعه، ۶ د لړم) د مرکز لښکرګاه ښار د دریمې حوزې اړوند «بولان» سیمه کې رامنځته شوې ده.

خبرپانه زیاتوي، چادونه هغه مهال رامنځته شوې چې یادو ماشومانو د یوې ناچاوده سرګلولې سره لوبې کولې.

د دوی په خبره، یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی، چې ټپي د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوی او وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

هیواد کې د تیرو جګړو ناچاوده توکي ډیر کله د عامو خلکو دمرګ ژوبلې سبب ګرځي چې ډیری قربانیان یې ماشومان دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته