اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، ناپیژانده کسانو د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو کس په مرموز ډول وژلی دی.
سرچينې وژل شوی کس د بسم الله اچکزي په نوم یاد کړ او ویې ویل، چې نموړی د تېرې پنجشنبې ورځ (۵ د لړم) هغه مهال وژل شوی چې د کوم کار د ترسره کیدو په موخه د کوره د باندې وتلی و.
دغه راز کندهار کې د طالبانو مسوولین بیا هغه اوازې ردوي چې ګواکې د بسم الله اچکزي په نوم کس په یوه تروریستي برید کې وژل شوی دی.
دوی زیاتوي، چې اچکزی د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی خو په خبره یې، چې د قاتلینو موندلو په موخه یې پلټنې پېل کړې دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پټو وژنو اختطاف، او غلاوو زور اخیستی چې خلک یې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه د مهار غوښتنه کوي.