شمشېر بازي

د شمشېر بازي دودیزه تاریخي لوبه؛ پکتیاوال یې بیا راژوندي کېدل غواړي

خبریال: امېد اشنا

د پکتيا ولایت اوسېدونکي وایي، د شمشېر بازي دوديزې ــ تاريخي لوبې را ژوندي کولو ته دې کار وشي.

د ځينو نورو پديدو سربېره دودونه او لوبې هغه څه دي چې د ملتونو او قومونو هويت او تاريخ ور پورې تړلی دی.

هېوادونه د خپلو لرغونو لوبو د ژوندي ساتلو او پراختيا ورکولو له لارې د خپلو دوديزو او ملي لوبو د ژوندي ساتلو سربېره نورو ته له دې لارې د خپلو ټولنو د تمدن او تاريخي سير په اړه هم معلومات لېږدوي.

که څه هم افغانستان خپلې ځينې سيمه ييزې او ملي تاريخي او دوديزې لوبې لري، خو په وروستيو کې د نورو لوبو د مشهورتيا او زیاتېدو له امله پيکه شوې دي.

له دې ډلې يوه هم د شمشېربازي يا توره وهنې دوديزه ــ تاريخي لوبه ده، چې د پکتيا د اوسېدونکو په خبره لوبې او لوبغاړو ته يې د نه پاملرنې او اسانتياوو نه برابرولو له امله آن له ډېرو هېره شوې ښکاري.

د شمشېر بازۍ دودیزه تاریخي لوبه چې اوس پیکه شوې

دوی پر اطلاعات او کلتور وزارت نيوکه کوي چې په دې ولايت کې يې ملي او سيمه ييزو هنرونو او ځينو دوديزو لوبو را ژوندي کولو او ودې ته پاملرنه نده کړې.

د دوی له ډلې د ګردېز ځينې اوسېدونکي وايي چې د شمېشر بازي يا توره وهنې دوديزه تاريخي لوبه هېره شوې او اوسمهال يوازې د خواجه حسن قوم د خلکو لخوا د خوښيو د خپلمنځي مناسبتونو پر مهال تر سره کيږي.

د دې کلي اوسېدونکی سيدعبدالله وايي شمشېر بازي ورته د سلګونو کلونو راهيسې د نيکونو ور پاتې دوديزه لوبه ده چې مخکې به يې د خوښۍ په بېلابېلو رسمي او غير رسمي مناسبتونو کې تر سره کوله.

عبدالله له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د شهيد ډاکټر نجيب الله له حکومت وروسته هيچا دې دودويزې لوبې ته پام ندی کړی او نه ورته په رسمي دولتي مناسبتونو کې د تر سره کولو ځای ورکړل شوی دی.

نوموړی وايي:«موږ سادات يو، شمشېر بازي موږ ته له ۱۳۹۹ کلونو راهيسې د نبي کريم “ص” له وخته راپاتې ده، زموږ هر فرد شمشېر باز دی او زموږ هر ځوان يوه توره لري.»

سيدعبدالله وايي چې اوسمهال ياده لوبه د کوژدو او واده په مراسمو کې په ځانګړي ډول د مشرانو لخوا تر سره کيږي.

عبدالله زياته کړه: «د خوشاليو په ورځو کې دا لوبه کوو، مثلا د نکريزو په شپه د دايرې په منځ کې اور بلوو، ډول وهو، يوه توره پورته کوو، يوه ښکته او د هوو، هوو، هوو ناره ور سره کوو.»

د ياد کلي يو بل مشر سيد اکرام هم د يادې لرغونې افغاني لوبې په پيکه کېدو خواشينی دی او له دولت څخه غواړي چې د دې لوبې بېرته راژوندي کېدو او پياوړتيا ته ځانګړی پام وکړي.

اکرام وويل: «د شمشېربازي پر مهال موږ ځانګړی حالت او ځانګړې خوشالي احساسوو چې هېڅ اندازه نلري او پر ځان نه پوهيږو. مخکې به موږ ۵۰، ۱۰۰، ۲۰۰ کسان خوست، ځاځي آريوب، څمکني، زرمت او نورو سيمو ته تلو او هلته به مو شمشېر بازي کوله. له دولت څخه غواړو چې موږ ته په ټولو دولتي مناسبتونو کې ځای راکړي او دې لوبې ته کار وکړي.»

دې لوبې پخوا ډېر مینه وال درلودل او په ډېرو ځایونو کې دود وه

د پکتيا ولايت د اطلاعات او کلتور رييس صلاح الدين سليس هم مني چې په دې ولايت کې د هنرونو سربېره دوديزو لوبو ته هم پاملرنه نده شوې او دا حالت اندېښموونکی بولي.

سليس وويل چې د وزارت لخوا د هنرونو او دوديزو لوبو بيا راژوندې کېدو، ودې او پراختيا لپاره هېڅ امکانات نلري، خو هڅه کوي چې له ځينو لارو په کار اخيستو يادې مهمې دوديزې لوبې ژوندي کولو او پراختيا ته کار وکړي.

نوموړي  زياته کړه: «په افغانستان کې بې ساری هنر شمشېربازي دلته شته، خو متاسفانه چې په دولتي محافلو کې ورته اصلا ځای نشته او نه يې په ولسي ډول پراختيا او ژوندي پاتې کېدو ته کار شوی، په تېرو شاوخوا ۳۵ کلونو کې مو په لومړي ځل د اطلاعات و کلتور په لوی نندارتون کې ځای ورکړ او شمشېربازانو دا لوبه تر سره کړه، همدارنګه له ځينو نورو لارو ورته کار کوو.»

د شمشېربازي يا توره وهنې سربېره نېزه بازي، شورۍ يا لغات او ورته ځينې نورې دوديزې لوبې او هنرونه هم دي، چې له ډېره وخته ورته پاملرنه نده شوې او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.