په دایکنډي کې سیمهییزې سرچینې «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته وایي چې طالبانو د دې ولایت له سیمهییزو شوراګانو غوښتي چې د پخوانیو نظامیانو نوملړ جوړ او د دې ډلې له استخباراتو سره یې شریک کړي.
یوه سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله یې هویت نه ښودل کېږي، نن (جمعه، د زمري ۳۰مه) وویل، چې طالبانو دا امر د دایکنډي په ټول ولایت کې صادر کړی دی.
سرچینې وویل چې طالبانو له سیمهییزو شوراګانو غوښتي چې هره شورا د پخوانیو نظامیانو داسې نوملړ جوړ کړي چې د هغوی نوم، د پلار نوم، د اوسېدو ځای، اوسنی دنده او نور هویتي معلومات پکې شامل وي.
طالبانو غوښتنه کړې چې د هرې سیمې سیمهییزه شورا دې په خپله سیمه کې د پخوانیو نظامیانو نوملړ جوړ او د دې ډلې له استخباراتي ادارې سره یې شریک کړي.
تر دې مخکې هم د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې طالبانو ورته اقدامات کړي دي. د بېلګې په توګه، شاوخوا درې اوونۍ مخکې طالبانو په کونړ کې له جوماتونو له امامانو وغوښتل چې د پخوانیو نظامیانو نوملړ جوړ او له استخباراتو سره یې شریک کړي.
که څه هم د طالبانو یو شمېر چارواکي ادعا کوي چې د دې ډلې غړي د خپل مشر له لوري د اعلان شوې «عمومي بښنې» پابند دي، خو ملګرو ملتونو او نورو خپلواکو بنسټونو تایید کړې چې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو نیول، شکنجه کول او وژل لا هم دوام لري.
