انځور: استول شوی

د بورقې نه اغوستو له امله بدخشان پوهنتون ته د ښځینه محصلانو د ننوتو مخه نیول شوې

اطلاعات روز: د بدخشان پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې وايي، چې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر استازو د چادري یا بورقې نه اغوستو له امله دغه پوهنتون ته د دوی د ورتګ مخه نیولې ده. دوی وايي، د امربالمعروف استازو نجونې وهلي ډبولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.

یادو محصلو نجونو نن (یکشنبه، ۸ د لړم) د بدخشان پوهنتون مخې ته مظاهره وکړه او شعار یې ورکوه چې «موږ اجباري حجاب نه غواړو».

د دغو محصلو نجونو له ډلې یې یوې اطلاعات روز ته وویل: «موږ د طالبانو له چلند څخه ستړې شوې یو. د طالبانو امربالمعروف دوه ملایان هم د لیلې او هم د پوهنتون په دروازو کې درولي او هره ورځ د پوره حجاب نه کولو په پلمه نجونې ځوروي او سپکاوی یې کوي».

دغه راز یوه لاریون کوونکې محصله وایي، طالبان د دې پر ځاى چې ښوونيز او اکاډميک سيسټم او کيفيت ته پام وکړي، د نجونو جامو پسې لګیدلي دي؛ پداسې حال کې چې ښځینه محصلانې مناسبې جامې اغوندي او ماسک اچوي.

یوه بله لاریون کوونکې نجلۍ وايي، چې طالبانو او د امربالمعروف استازو د دوی لاریون هم ځپلی دی. د هغې په ​​وينا، طالبانو د نجونو ګډوډولو لپاره د «لرګي» او «کیبل» څخه کار واخیست.

د بدخشان پوهنتون رییس نقیب الله قاضي اطلاعات روز ته وويل، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ښځينه محصلينو د حجاب لپاره مشخصې لارښوونې منظور کړې دي؛ خو امر بالمعروف بیا خپلې ځانګړې لارښوونې لري.

دبدخشان پوهنتون رييس له ښځينه محصلينو سره د امربالمعروف د مسوولينو ناوړه چلند په ضمني ډول تایید کړ او ويې ويل، چې مسوولينو له محصلينو سره ناسم چلند کړى او له هغوى څخه يې د چادري يا بشپړ حجاب اغوستو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي قاضي زاده زیاته کړه، چې د محصلینو شکایتونه یې اورېدلي او اوس د محصلینو اعتراض پای ته رسېدلی دی.

د بدخشان پوهنتون ریيس وايي، چې د دې موضوع د څېړلو په موخه يې د بدخشان پوهنتون د امربالمعروف او نهی عن المنکر له استازي سره کتلي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو له مخې، ښځینه محصلین باید تورې او اوږدې جامې واغوندي.

د دې ډلې له خوا غوره شوی حجاب مخ پټول یا د بورقې اغوستل دي.