اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر اعلان کړی چې په کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو کمېټې تر اوسه ۱۴ زره ۳۹۳ سوالګر راټول کړي دي.
د ملا برادر دفتر نن (یکشنبه، ۸ د لړم) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو سوالګرو له جملې څخه ۹زره ۱۵۴ ښځې دي، چې ۳۳۸۶ یې مستحقې او ۵۷۶۸ نورې یې حرفوي سوالګرې پیژندل شوې دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۱۳۲۸ یې نارینه دي، چې له ارزونې وروسته ۴۸۰ یې مستحق او ۸۴۸ یې د حرفوي سوالګرو په توګه پېژندل شوي دي.
په همدې ترتیب ویل شوي، چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۳۹۱۱ ماشومان دي، چې ۱۷۵۲ یې مستحق او ۲۱۰۳ یې حرفوي پیژندل شوي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر زیاته کړې، چې راټولو شویو سوالګرو کې ۶۵ یتیم ماشومان هم پېژندل شوي او له بایومتریک وروسته به د کار او ټولنیزو چارو وزارت روزنیزو مرکزونو ته ولېږل شي.
دغه دفتر ویلي، چې مستحق سوالګر به د طالبانو له حکومت څخه دایمي نغدي مرستې ترلاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بې کاري او بې وزلي زیاته شوې. ویل کېږي چې د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی.
