انځور: Hasibullah

سرپل کې د طالبانو یو غړی ووژل شو

اطلاعات روز: سرپل ولايت کې سرچينې وايي، د دې ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د طالبانو یو غړی د دوو ځایي اوسیدونکو له لوري وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب غړى محمدالله نومېده او د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرتېرى و.

نوموړی تېره ورځ (یکشنبه، ۸ د لړم) د کوهستاناتو ولسوالۍ په «قرغیتو» دره کې کور د ستنېدو پر مهال وژل شوی دی.

د سرچينې په خبره، دغه طالب د کوهستاناتو ولسوالۍ د دوو ملکي وګړو لخوا وژل شوی دی.

سرپل کې د طالبانو د والي ویاند محمدابراهیم مکلف د یاد طالب وژل کیدل تاییدوي او وایي، چې د دې وژنې انګیزه تر اوسه څرګنده نه ده. مکلف د قاتلینو د نیول کیدو خبر هم ورکوي.

تېره ورځ د دې ولايت په ګوسفندې ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې اووه تنو ته مرګ ژوبله واوښته.