مزارشریف کې ۱۲۰ تنه د کورونو د دروازو مړو څراغونو په خاطر نیول شوي

انځور: EPA

اطلاعات روز: د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې سرچينې وايي، طالبانو د دغه ښار ۱۲۰ اوسېدونکي د کورونو د دروازو ګل څراغونو له امله نيولي او بنديان کړي دي.

له دغو کسانو څخه لږ تر لږه اتو تنو نن (دوشنه، ۹ د لړم) اطلاعات روز ته وويل، چې تېره شپه د طالبانو له خوا ونیول شول او يوه شپه په یوه سرای کې بندیان وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د مزارشريف ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د دشت شور سيمې د لومړي او دويم سړک يو شمېر اوسېدونکي نيولي دي.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل:«د شپې اته بجې دوی له سلو ډېر کسان له کوڅو څخه راټول کړل. تر یوه هنګر لاندې یې په سړه هوا کې تر سهاره زنداني کړل.»

له نيول شويو کسانو څخه يو تن وايي، چې د مالي ستونزو له امله يې د بربښنا د بيل ورکړې توان نه درلود چې له امله یې د بریښنا کارکوونکو برق پرې کړی دی.

دغه کس وويل: «شپږ ورځې کېږي چې زموږ د کور برق د بریښنا شرکت لخوا پرې شوی، خو طالبانو زما خبره وانوریده، ويل يې ولې دې د کوڅې څراغ ګل کړی.»

نیول شوي کسان وايي، چې طالبانو له خوشي کېدو وروسته له هر یوه کس څخه سل افغانۍ اخیستي دي.

طالبانو داسې مهال دغه کسان د کورونو د دروازو د څراغونو ګل کیدو له امله نيولي او بنديان کړي دي چې په دې وروستيو ورځو کې د بریښنا شرکت په بلخ کې د برق د پور ورکوونکو د مزي د پرې کولو کمپاين پيل کړى دى.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه