ننګرهار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنو خپلو ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د ننګرهار لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیر جواد شیرزاد وایي، پېښه نن (دوشنبه، ۹ د لړم)  یوولس بجې د تورخم-جلال اباد پر لویه لار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «څلورم فارم» سیمه کې د یوه باروړنکي ټیلر موټر او موټر سایکل ترمنځ رامنځته شوې، چې له امله یې په موټر سایکل سپاره دوه کسان وژل شوي دي.

 نوموړی وایي، پېښه د ټیلر موټر چلوونکي د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کیږي، چې لامل یې د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصول نه مراعات کول او د موټر چلوونکو ګړندی تګ ښودل شوی دی.