دایکندي ته د طالبانو لښکر کشي؛ د ملکي وګړو ځورول او کورونو کې د پوستو جوړولو ادعا

اطلاعات روز: دايکندي کې سرچينې وايي، طالبانو د دغه ولايت ولسواليو ته د پوځیانو د لیږد بهیر پېل کړی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دايکندي په پنځو ولسواليو کې طالب ځواکونه مېشت شوي دي.

اطلاعات روز ته یوې سرچینې وویل، چې د طالبانو دفاع وزارت د دايکندي هرې ولسوالۍ ته له ٢٠٠ تر ٣٥٠ کسانو پورې یو کنډک په پام کې نیولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه دغه ځواکونه په سنګتخت او بندر، ميرامور، شهرستان، کيتي او اشترلي ولسواليو کې ځاى پر ځاى شوي دي. ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به خدیر ولسوالۍ ته هم ځواکونه واستوي.

تر اوسه د دايکندي په امن ولسواليو کې د طالب ځواکونو د ځای پر ځای کیدو لامل نه دی څرګند شوی.

د استوګنې شخصي کورونه په نظامي پوستو بدلول

په ورته وخت کې دایکندي ته د طالبانو د لښکر کشۍ په درشل کې د دغه ولایت اوسېدونکي د طالب ځواکونو په چلند نیوکه کوي. دوی د طالبانو د غړو چلند «تریخ او غیر انساني» بولي.

د دايکندي اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو ځای پرځای کیدلو د امنيت د ټينګښت پر ځاى اندېښمن کړي دي.

د دايکندي د اوسېدونکو په وينا، طالب ځواکونو د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ولسي خلک کډه کولو ته اړ کړي او کورونه يې ورته په نظامي پوستو بدل کړي دي.

د دایکندي د سنګتخت او بندر ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې طالب ځواکونه څو ورځې وړاندې د ولسوالۍ مرکز ته راغلي او د «خاتم النبیین» علمي حوزه یې په نظامي اډه بدله کړې ده.

د دغه کس په وینا، په دغه علمي حوزه کې د طالبانو ځای پرځای کیدو وروسته تر ۱۵۰ زیات هلکان او نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. هغه وويل، چې د مشرانو هڅو هم کومه پایله نه ده ورکړې.

دغه راز د دایکندي د اشترلي ولسوالۍ څخه هم سرچینې وایي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ په شیخ میران کلي کې پنځه کورنۍ او دوه خیریه موسېسې د ځواکونو ځای پر ځای کولو په موخه له خپلو کورونو او دفترونو وتلو ته اړ کړي دي.

په اشترالي کې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، چې د يادو کورونو اوسېدونکي بې ځايه شوي او يو شمېر يې د دايکندي ولايت مرکز نيلي ښار ته راغلي دي.

هغه زياته کړه، چې د اشترلي اوسېدونکو څو ځلې د طالبانو ولسوال او والي ته خپلې ستونزې رسولي او عریضې یې کړي؛ خو هیڅ پام ورته نه دی شوی. په کیتي، میرامور او د دایکندي په شهرستان ولسوالیو کې هم ورته ادعاوې شتون لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د طالبانو رییس الوزرا د دې ډلې د کورنيو، دفاع او استخباراتو ارګانونو ته امر کړى و، چې هېڅوک حق نه لري، چې د خلکو کورونه په زور ولکه کړي.

د دايکندي اوسېدونکي کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له مسوولينو غوښتنه کوي چې د خپلو ځواکونو څارنه وکړي او د خپلسريو مخه یې ونيسي.

دوی ادعا کوي، چې طالب ځواکونه په بېلابېلو پلمو ملکي وګړي نیسي او شکنجه ورکوي.

د دايکندي د ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې طالبان له دوى څخه خوراکي او سون توکي ټولوي؛ په داسې حال کې چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.