کندهار کې د ښځو لپاره عيدګاه او پارک چمتو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

اطلاعات روز: د کندهار ولايت په لوی عيدګاه جومات کې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) له لوري د ښځو لپاره جلا عيدګاه او پارک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

کندهار کې د طالبانو د ښاروالۍ وياند زمری څرګند وايي، ‌د ښځو پر دغه عيدګاه جومات او پارک باندې شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

نوموړی زياتوي، د دغه عیدګاه جومات د جوړیدو چارې د WFP په مالي ملاتړ او د کندهار ښاروالۍ او OHW موسېسې په تخنیکي همکارۍ د څلورو میاشتو په موده کې پای ته ورسیدې.

د هغه په خبره، د خوړو نړيوال پروګرام په کندهار کې د دغې پروژې ترڅنګ نورو پروژو کې ۹۰۵ نارينه او ۹۵ ښځېنو ته په مستقيمه او غيرې مستقيمه توګه د کار زمينه برابره کړې وه.

د نموړي په وینا، له دې وروسته ښځې کولای شي پارک ته ولاړې شي او په ځانګړو ورځو له عیدګاه جومات څخه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې کندهار کې د ښځو لپاره عيدګاه شتون نه درلود او نه یې شول کولای چې د اختر لمونځ ادا کړي.