اطلاعات روز: کاپيسا ولايت کې سرچينې ادعا کوي، چې د دغه ولايت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو پر چیک پواینټ د «مقاومت جبهې» د غړو په بريد کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد تېره شپه (شنبه، ۱۴ د لړم) د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په کولالان کلي کې ترسره شوى دى.
د سرچينې په وینا، په دغه بريد کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې برید کې د «مقاومت جبهې» غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.