اطلاعات روز: د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ پر لويه لار د دوو موټرو د ټکر له امله پنځه تنه سخت ژوبل شوي دي.
د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ترافيکو مدير حميد الله وایي، ياده ترافيکې پېښې تېره شپه (دوشنبه، ۱۶ د لړم) ناوخته د کندهار ښار او سپين بولدک پر لار د «لګګ مانده» په کلي کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، دغه ترافيکې پېښه د يوه «فيلډر» او «بايفور» موټر د بې احتياطۍ او تېز رفتار له امله رامنځته شوې چې له کبله يې په فيلډر کې درې او په بايفور موټر کې دوه تنه ناست کسان ژوبل شوي دي.
د هغه په خبره، چې د پېښې ځای ته پر وخت رسیدلي او ټول زخميان يې د سپين بولدک ولسوالۍ ايمرجنسي روغتون ته انتقال کړي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ، تیز رفتار او ترافيکي قوانينو نه مراعات له کبله د سپين بولدک او کندهار ښار ترمنځ په غځېدلې لار هر ورځ ترافیکي پیښې رامنځته کېږي.
