ننګرهار کې د ۲۸۰ زره ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د ودانۍ چارې بشپړې شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د ۲۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د يوه کليوالي روغتيايي مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا ودانۍ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي لګښت جوړه شوې، نن (چهارشنبه، ۱۸د لړم) ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير محمد افتاب وایي، د سره رود ولسوالۍ اړوند د «سياسنګ روغتيايي مرکز» د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به ناروغانو ته خدمتونه لا ډېر او اسانتياوې به ورته برابرې شي.

نوموړی زیاتوي، د یاد روغتیایي مرکز چارې د دوو کلونو په موده کې د ۲۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوي دي.

ځایي خلک هم د یاد روغتیایي مرکز له جوړیدو خوښ دي او وایي، له دې وړاندې په روغتیایي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ و، چې دیاد مرکز په جوړیدو سره به یې ستونزې تر ډیره حل شي.

د ننګرهار د روغتيا رياست چارواکي وايي، هڅه کوي چې د نړيوالو موسېساتو په همکارۍ د دغه ولايت ټولو روغتيايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې کړي.