ملي امنیت

ننګرهار کې یو تن د یو خبریال د وژنې غوښتلو په تور ونیول شو

اطلاعات روز: یوې امنیتي باوري سرچینه اطلاعات روز ته وایي، ملي امنیت ځواکونو یو تن چې غوښتل یې یو خبریال ووژني، نیولی دی.

دغې سرچینې نن (دوشنبه، ۱۵ مرغومې) وویل، دغه وسله وال یې د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې نیولی. سرچینه زیاتوي دغه وسله وال تن غوښتل د اریانا ټلوېزیون خبریال رحمت الله زیارمل ووژني، خو ملي امنیت ځواکونه یې په نیولو بریالي شوي دي.

ملي امنیت ځواکونو له دې څو ورځې وړاندې په خوست کې هم د یو خبریال د وژل کیدو مخه نیولې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې خبریالان او د مدني ټولنې غړي ووژل شو.

که څه هم حکومت وایي، چې دا د طالبانو کار دی، خو طالبانو بیا دغه تور رد کړی.