پټې وژنې؛ کونړ کې د څلورو وژل شویو کسانو مړي موندل شوي

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت خاص کونړ ولسوالۍ کې د دیني مدرسې دوو استادانو په ګډون څلور تنه په مرموز ډول وژل شوي دي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه کسانو مړي تیره ورځ (جمعه،۲۰ د لړم) ماښام مهال پیدا شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې دوه یې د یوې دیني مدرسې استادان دي، خو د دوو نورو هویت لا تراوسه نه دی معلوم شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد کسان لومړی سخت شکنجه شوي او بیا په ډزو وژل شوي، چې مړي یې ځایي خلکو موندلي دي.

کونړ کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروسیتو کې مرموزو وژنو د کونړ خلک اندیښمن کړي او له طالب چارواکو یې په اړه د سپیناوي ترڅنګ د یادو وژنو د مخنیوي غوښتنه کوي.

له دې څو ورځې وړاندې بیا د کونړ په سیند کې د ملي امنیت د یو پخواني سرتیري مړی هم موندل شوی وو.