طالب

ننګرهار کې د طالبانو ښاري شبکې غړی نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې غړی ملي امنیت نیولی دی.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل نن (سه شنبه، ۱۶ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نیول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی چې د ننګرهار استیناف محکمې یو تن غړی او د ملي امنیت دوه کارکوونکي یې وژلي دي.

امرخیل وايي، نیول شوی کس د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې د پنځه کسیز ګروپ مشر دی او «همایون» نومیږي، چې موده وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له لورې ونیول شو.

والي زیاتوي: «ملي امنیت د طالبانو د ښاري شبکې غړی نیولی چې څه موده وړاندې یې درې تنه وژلي وو.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.