اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې یوه ښځه د کورني تاوتخریوالي له امله د خپل کور د غړو له لوري په مرموز ډول وژل شوې او بیا یې ترې په چړې سر پرې کړی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه نن (یکشنبه، ۲۲ د لړم) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د مرکز ګردېز دریمې امنیتي حوزې اړوند «ملا قدرت» سیمه کې د کورنۍ شخړې پر مهال له یوې مېرمنې سر پرې شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه قضیه کې یې د لاس لرلو په تور د وژل شوې مېرمن د کورنۍ دوه غړي نیولي دي.
د سویل ختیځ زون په پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو کې د کلتوري محدودیتونو له امله له ښځو سره ډېری د تاوتریخوالي پېښې پټې ساتل کیږي.