اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک دروازه کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دوه پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي.
يوې ځایي سرچينې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې دغه نښته نن (یکشنبه، ۲۲ د لړم) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې رامنځته شوې ده.
سرچینه ادعا کوي چې په دې نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې کله د طالبانو ولايتي مسوولينو له افغان مسافرو سره د پاکستاني ځواکونو د بد چلند د مخنيوي غوښتنه وکړه.
سرچینه زیاتوي، چې دا مهال د سپين بولدک-چمن ترمنځ دروازه د دواړو لورو پر مخ تړلې ده.
په ورته وخت کې د کندهار ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولين دغه نښته تاييدوي او زياتوي چې نښته د کوم زيان پرته پای ته رسېدلې.
خو سپین بولدک کې يوه امنيتي سرچينه بیا د دوه پاکستاني سرتيرو د وژل کیدو خبر ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.