افغان مرکچي پلاوی د سولې دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته ولاړ

اطلاعات روز: د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی نن له غرمې وړاندې (سه شنبه، ۱۶مرغومې) د افغان سولې دویم پړاو خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون وایي، د سولې دویم پړاو خبرې به هم همدا نن د طالبانو مرکچي پلاوي سره پیل شي.

د سولې لومړي پړاو خبرو چې د روان لمریز کال د وږي په ۲۲مه پیل شوې وې د لیندۍ په ۲۲مه د لومړي پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته دواړه مرکچي پلاوي خپلو مشرانو سره د سلا مشورو لپاره په یوې میاشتې رخصتۍ لاړل.

د سولې دویم پړاو خبرې چې همدا نن په پام کې نیول شوې وې، دوحې ته د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي له ور رسېدو سره به دغه خبرې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې او سیمې ته یو ځل بیا خپل سفر پیل کړی دی.

زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي چې نوموړي دغه سفر په دې تمه پیل کړی چې خواوې به د افغانستان سولې خبرو راتلونکي پړاو کې محسوسه پرمختګ وکړي.

خلیلزاد وړاندې لیکلي چې دواړه لوري باید دا وښيي چې د یوې چټک سیاسي جوړ جاړي هوکړې او اورکم یا اوربند لپاره کار کوي.

خلیلزاد لیکلي: «دواړې خواوې باید وښيي چې د افغانانو د ګټو لپاره رښتوني مصلحتونه کوي او د خبرو له لارې د یوې چټکې سیاسي جوړجاړي هوکړې او د پام وړ بیړني اورکم/ اوربند لپاره کار کوي.»

نوموړي دغه راز هدفي وژنې او د تاوتریخوالي کچه نامنلې یاده کړې او دا یې د هغه چا کار یاد کړی چې په وینا یې غواړي په دې سره سوله او د هېواد راتلونکی زیانمن کړي.

نوموړي لیکلي: «د هدفي وژنو په ګډون، د تاوتریخوالی اوسنۍ کچه د منلو نده. هغوي چې تاوتریخوالی غځوي، غواړي چې د سولې ‌بهير او د هیواد راتلونکی زیانمن کړي. دوي د افغانانو د هود، چې د سولې لیواله دي، استازیتوب نکوي.»

په ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له دواړو مرکچي پلاوو غوښتي چې په دې پړاو خبرو کې دې پر اوربند هوکړه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه