اطلاعات روز: سرچینې وایي، طالبانو د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ اووه تنه اوسېدونکي له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
يوې باوري سرچينې له اطلاعات روز سره په خبرو کې دغه اووه تنه د جاوید، کاظم، محمدیار، محمدصابر، سید جان، رامش او فیروز په نومونو ياد کړل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه اووه کسان د شنبې په ورځ (۲۴ د لړم) د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له درېيو کليو څخه نيول شوي دي. تراوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان چیرته وړل شوي او له څه ډول برخلیک سره مخ دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو دغه کسان د «مقاومت جبهې» سره په همکارۍ تورن کړي دي.
یو شمیر ولسي سرچینې بیا اطلاعات روز ته وایي، چې دغو اووه کسانو د طالبانو ضد له کوم سیاسي-پوځي خوځښت سره تړاو نه درلود.
طالبانو په دې اړه د اطلاعات روز د خبریال پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.