انځور: اطلاعات روز

د سپین بولدک تړلې دروازې سوداګرو ته زیان اړولی

اطلاعات روز: وروسته له هغه چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرې یکشنبې په ورځ سپین بولدک کې نښته وشوه، دغه لار د سوداګريزو موټرو او مسافرو پر مخ وتړل شوه او لا هم نه ده پرانیستل شوې.

سوداګر وايي، اوسمهال نږدې ۷۰۰ کانټینره سوداګریز توکي له سپين بولدک څخه پاکستان ته او شاوخوا ۱۶۰۰ کانټینره له چمن څخه افغانستان ته پرځای ولاړ دي او د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

کندهار کې د شمس‌الله په نوم یو سوداګر وايي، د انارو درې بار کانټینرونه يې په سپين بولدک کې بند پاتې دي، خو نه پوهیږي چې انار به یې روغ پاکستان ته ورسیږي او که نه؟

هغه زیاتوي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې سوداګريز توکي خرابېږي او باید ژر تر ژره دغه لار د سوداګریزو موټرو پرمخ پرانیستل شي.

د ده په وينا، چې دغه ډول سلګونه نور د سوادګريز توکو بار موټر د افغانستان او پاکستان ترمنځ بند پاتې دي او د هرې ورځې په تېریدو سره ورباندې ماليات او ډيمرچ لوړیږي.

د دغه سوداګر په خبره، انار ورته په لوړه بيه تمام شوي او که په لاره کې خراب شي نو ډېر به زيانمن شي.

نموړي وویل: « پاکستان تل زموږ سوداګرۍ ته په دغه ډول زيان اړولی، خو پر دې سربېره موږ دې هېواد ته توکي صادرو، زموږ تجاران ډېرې ستونزې لري خو د حل لپاره يې هيڅ څوک هم نشته، که لاره ايله هم وي موږ ته تاوان اوړي، هر ځل مو دغه وينا ده چې موږ بې طرفه يو او سوداګري له سیاست سره مه ګډوئ.»

د کندهار سپین بولدک کې سوداګر وایي، دواړو خوا ته حکومتونه دې سوداګر د خپلو سیاستونو ښکار نه ګرځوي دوی زیاتوي، موږ بې طرفه یو. انځور: اطلاعات روز

شمس‌الله زیاتوي، که په کانټينرونو کې بار شوې میوه خرابه شي نو زيات شمېر افغان سوداګرو ته به په میلیونونو افغانۍ زیان ورسيږي.

د سپين بولدک هغې غاړې ته سوداګر بیا وايي، اوس مهال يې شاوخوا ۱۶۰۰ د سوداګریز توکو بار کانټينر افغانستان ته د تللو په تمه ولاړ دي.

چمن کې د عبدالولي‌ په نوم یو سوداګر وايي، په دغه کانټينرونو کې خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي چې بايد ژر تر ژره افغانستان ته واوړي.

د هغه په خبره چې څوځله يې له پاکستاني او طالب چارواکو سره ټليفوني خبرې کړي خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې.

نوموړی زیاتوي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د پاکستان حکومت د هر موټر په سر ورڅخه له سلو څخه تر دوه سوه امريکايي ډالره ډيمرچ اخلي.

د ده له قوله: «دا ټول يو ګيم دی چې تجارانو او مسافرو ته جوړ شوی، دواړو طرفونو ته يو خلک ناست دې، موږ مذاکرات له چا سره وکړو، دا حکومتونه دې سره کښېني خپل مشکل دې سره حل کړي، دا ډېره وړه خبره ده يا دې د پاکستان حکومت يا هم طالبان ورته تير شي او ستونزه دې حل کړي.»

ورته مهال بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د دواړو خواوو سوادګرو ته په میلیونونو افغانۍ زيان رسېږي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال حاجي عبدالباقي بينا وايي، اوسمهال له کندهار څخه پاکستان ته يوازې تازه مېوې صادرېږي خو له هغې خوا بېلابېل توکي واردېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د کندهار په سپين بولدک کې د افغان سوادګرو لسګونه موټره صادریدونکې تازه مېوې او سبزيجات بند پاتې دي ترڅو پاکستان ته انتقال شي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، که لار خلاصه نه شي نو د هرې ورځې په تیریدو سره د سوداګرو د زیان کچه ډیریږي.

دی وايي، افغان سوداګرو څوځله له پاکستان حکومت څخه غوښتي ترڅو سوداګري او ولس دې د خپلو سياستونو سپر نه ګرځوي او لاره دې پرانیزي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال وویل: «په پاکستان کې لسګونه موټر بند پاتې دي چې سپين بولدک ته راواوړي، چې هره ورځ تېرېږي په زرګونه ډالر تجارانو ته زيان اوړي، په پاکستان کې له سل څخه تر دوه سوه ډالره پر هر موټر باندې اضافي ډيمرچ راځي، دا کار سوداګر او سوداګري سخته زيانمنوي، په دې توکو کې درمل، مېوې، سبزيجات او غير خوراکي توکي شامل دي.»

همدارنګه د پاکستان حکومت ځايې چارواکي د لارې د پرانيستلو په سر افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت ته شرطونه ايښي.

دغه چارواکو ویلي:« ترهغو موږ د چمن دروازه نه پرانيزو چې موږ ته پر پاکستاني پوځيانو برید کونکی ونه سپارل شي او په افغانستان کې شته حکومت له پاکستاني قام څخه بښنه ونه غواړي، دا لار به تر هغو د سوداګريزو موټرو او مسافرو په مخ تړلې پاتې وي.»

خو د طالبانو د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي، بریدګر کس د طالبانو له سرتېرو سره هیڅ تړاو نه لري او په همدې تړاو يې د‌ پلټنو لپاره يو پلاوی ټاکلی دی.

دغه راز دواړو خواوو ته زرګونه مسافر چې ډېره برخه يې ناروغان، ښځې او ماشومان دي ایسار  پاتې دي. دغه مسافر د سړې هوا، امکاناتو د نشتون او ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د بادغیس ولایت اوسیدونکی قدرت الله يو له هغو ایسار شوو مسافرو څخه دی، چې غوښتل یې خپله مور د درملنې لپاره پاکستان ته انتقال کړي خو نوموړی بند پاتې دی.

قدرت الله اطلاعات روز ته وویل: «زما د مور حالت ډېر خراب دی او نن اوومه ورځ ده چې موږ په دې تمه یوو ترڅو پاکستان ته واوړو، کابل او کندهار کې راته ډاکټرانو ځواب راکړی چې د مور درملنه دې دلته امکان نلري، مور مې پر یوې نامعلومې ناروغۍ اخته ده، نه پوهېږم چې دا حالت به څنګه شي، د مور د درملنې لپاره چې ما کومې پيسې له ځان سره راخیستې وې اوس مخ په خلاصېدو دي، او مونږ بې له تګه بله لار نه لرو.»

هغه د دواړو خوا له حکومتونو غوښتنه کوي ترڅو د سپين بولدک او چمن ترمنځ لار د مسافرو پرمخ د تګ او راتګ لپاره بېرته پرانيزي.

محمد خان بیا د چمن لور ته ایسار دی او اوس مهال افغانستان ته د اوښتو لپاره په تمه دی وايي، دواړه حکومتونه دې سره جوړ شي او لار دې پرانیزي.

د سپین بولدک-چمن ترمنځ سلګونه مسافر بند پاتې دي او د لارې د خلاصون غوښتنه کوي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

دی زياتوي: «موږ دلته در به دره يوو، ناروغې ښځې او ماشومان راسره دي، که طالبان دي که د پاکستان حکومت دی په موږ څه کار لري دوی دې خپل مشکل سره حل کړي دروازه ولې زموږ پر مخ تړي، يو څوک دې راته ووايي، چې موږ اوس له چا څخه کومک وغواړو او څه وکړو.»

نموړی زیاتوي، یوه اونۍ کیږي چې ایسار پاتې دی او اوس له چمن څخه تر خپل کور پورې د لارې کرايه هم نه لري.

دهغه په خبره،  پيسې يې خلاصې شوي، هوا سړه ده او په هوټلونو کې د اوسیدو امکانات نشته، مسافر د شین اسمان لاندې شپې تیروي.

که څه هم د افغانستان د سپين بولدک او پاکستان د چمن ترمنځ دروازې ته د دوستۍ نوم ورکول شوی خو ددغې لارې پر سر تل د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې رامنځته شوې دي.

په ورته وخت کې همدې نښتو ترټولو ډېر مالي او ځاني زيانونه افغان مسافرو او سوداګرو ته اړولي دي.