تخار کې د طالبانو درې تنه غړي په دوو جلا بریدونو کې ووژل شول

اطلاعات روز: تخار کې سرچینې وایي، په دوو جلا وسله والو بریدونو کې د دغه ولایت د خواجه بها‌ءالدین ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مرستیال ولسوال په ګډون د یادې ډلې درې تنه غړي وژل شوي دي.

يوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ نظامي مرستيال قاري سراج ساحل د تېرې جمعې په شپه (۲۷ د لړم) ماښام شاوخوا ۰۷:۳۰ بجې د درقد ولسوالۍ په مربوطاتو کې په داسې حال کې چې د تالقانو ښار پر لور روان و، د نامعلومو وسله والو له خوا تر برید لاندې راغلی دی.

د دغې سرچينې په وينا، قاري سراج ساحل په لومړي سر کې ټپي شوى و او له دوو ورځو وروسته یې تېره شپه شاوخوا ١٢:۰۰ بجې د تخار په ولايتي روغتون کې ساه ورکړې ده.

د طالبانو د دغه غړي د وژنې مسووليت کوم کس يا ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

په ورته وخت کې یوه باوري سرچینه اطلاعات روز ته وایي، چې پرون شنبه مخکې له غرمې شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې په یوه کمین کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

د سرچينې په وینا، د طالبانو غړي د ورسج ولسوالۍ د میان‌شهر پورته په پچک کلي کې د ګزمې پر مهال د «مقاومت جبهې» د غړو له کمين سره مخ شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې د «مقاومت جبهې» ځواکونو د دغو طالبانو وسلې هم له ځانه سره وړې دي.

په تخار کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.