امرالله صالح وایي، پر کابل پوهنتون برید د طالبانو کار دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال؛ پر کابل پوهنتون برید پر امریکایي پوهنتون د طالبانو برید ته ورته دی

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د دوی لومړنۍ او دقیقې څېړنې ښيي، چې پر کابل پوهنتون د طالبانو ډلې برید کړی دی.

ښاغلي صالح نن (چهارشنبه، ۱۴ لړم) په یو فیسبوکي یادداښت کې لیکلي: «دغه وحشیانه او بشر ضد برید له کومې پوښتنې پرته د طالبانو هغه برید ته ورته دی، چې پر امریکایي پوهنتون یې کړی و.»

صالح دغه راز پر انټرکانټيننټال هوټل او کابل کې پر څلورسوه بستریز روغتون بریدونو ته په اشارې ویلي، چې پر کابل پوهنتون دغه برید هم له کومې پوښتنې پرته د طالبانو کار دی.

هغه ټینګار کړی دی: «پر دې قضاوت چې پر زده کړیالانو جنایت د طالب کار دی، زموږ د ذهن خبره نه، بلکه دا پر استخباراتي موندنو ولاړه خبره ده.»

امرالله صالح تېره ورځ هم ویلي و، چې پر کابل پوهنتون د بریدګرو کړنه «سل په سلو» کې د طالبانو د نوې جوړې شوې ډلې «فاتح ځواک» ته ورته ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز زیاته کړې: «وینم، چې تاسو ټول د یوې معجزې راوتو په تمه یاست، څو مو ستونزې در حل کړي. کومه معجزه نه رواځي او یواځې زما او ستا متحدانه – جدي او صمیمانه کار حالات بدلولی شي.»

د دوشنبې ورځې (۱۲ لړم) غرمه مهال څو بریدګرو پر کابل پوهنتون برید وکړ. د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۷ تنه نور ټپي شول. د افغانستان دولت تېره ورځ ملي ویر اعلان کړی و.

که څه هم داعش ډلې د دې برید پړه په رسمي توګه واخیسته، خو د افغانستان دولت لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې امرالله صالح، طالبان د یاد برید مسوول ګڼلي دي. خو طالبانو درې ځلي په جلا جلا توګه په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.