انځور: ارشیف

د سپین بولدک – چمن لار د مسافرو او سوداګرۍ پرمخ پرانستل شوه

اطلاعات روز: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک – چمن لار د یوې اونۍ بندیدو وروسته د طالبانو او پاکستاني حکومت د ګډ پلاوي تر خبرو اترو وروسته نن پرانستل شوه.

کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، دغه لار د دواړو هېوادونو د ګډ پلاوي تر مذاکراتو او ناستو وروسته نن (دوشنبه، ۳۰ د لړم) د مسافرو او تجارتي موټرو پر مخ خلاصه شوه او هر څوک پرته له کومې ستونزې تګ راتګ کولای شي.

دغه راز د کندهار چارواکي بیا هغه اوازې ردوي چې ګواکې طالبانو هغه بریدګر کس د پاکستان حکومت ته سپارلی چې یوه اونۍ وړاندې یې پر پاکستاني ځواکونو برید کړی و.

د طالبانو ولايتي مسوولين زیاتوي، د دوستۍ په نوم دغه لار وروسته تر هغې د پاکستان حکومت د مسافرو او سوداګرۍ پر مخ وتړله چې د دوی په خبره یوه نا معلوم وسله وال کس د کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني سرحدي ځواکونو ډزې وکړې چې په ترڅ کې یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور یې ټپیان کړل.

که څه هم د کندهار سپين بولدک او چمن ترمنځ دروازې ته د دوستۍ نوم ورکول شوی خو ډېر کله دغه دروازه ددواړو هېوادونو تر شخړو وروسته تړل شوي وي.

د سپین بولدک دروازه داسې مهال پرانیستل کېږي چې تېره شپه د پکتیا ډنډپټان کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوې چې مرګ ژوبله هم لري.