اطلاعات روز: د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې هغه ۳ زره افغان کډوال زنداني کړي چې د قانوني اسنادو لرلو پرته یې دغه هیواد ته سفر کړی وو.
په کراچۍ کې د زنداني شويو افغان کډوالو وکيله منيژه کاکړ وایي، د یاد شمیر کډوالو له ډلې یوازې ۱۴۰۰ افغانان په کراچۍ زندان کې ساتل کېږي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
نموړې زیاتوي، افغان کډوال په ډیر بد وضعیت کې دي چې تېره اونۍ د همدې کډوالو له جملې د تاج محمد په نوم يو تن ومړ او وروسته يې مړی له کراچۍ څخه اسلام اباد او له هغه ځایه د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شو.
د کاکړ په خبره، د پاکستان حکومت نور نه غواړي چې د افغان کډوالو کوربتوب وکړي او غواړي ټول له خپلې خاورې څخه وباسي.
هغې وویل:«موږ څو ځله رابطه کړې، وړاندیز مو وکړ چې دا خبره دې د حکومتونو په کچه شي، پاکستان د هر افغان بندي په سر له موږ څخه پنځوس زره کالدارې زمانت غواړي څو هغه را خوشې کړي موږ دومره مالي امکانات نه لرو، په زندانونو کې افغان بنديان پر غاړه او لاسونو په رسيو تړل شوي دي.»
هغې زیاته کړه، اوس مهال د دغو افغان کډوالو زمانت نه منل کېږي او د ډيسمبر مياشتې تر ۳۰مې نیټې پورې له پاکستان څخه د وتلو امر ورته شوی.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت تر دې وړاندې په دغه هېواد کې ټول ميشتو افغان کډوالو ته خبر ورکړی و ترڅو له دغه هېواد څخه ژر تر ژره ووځي.
باوري سرچينې وايي، که کډوال د پاکستان حکومت ياد امر ونه مني نو هر کډوال به درې کاله بندي کړي.
